له انګریزي ښکیلاک نه د هیواد د خپلواکې
له انګریزي ښکیلاک نه د هیواد د خپلواکې د یوسل او دویمې کلیزې په مناسبت د افغانستان إسلامي امارت اعلامیه
له نن څخه پوره یو سل او دوه کاله وړاندې ۱۲۹۸ ه ش کال د اسد په (۲۸) د افغانستان مجاهد ولس له انګریزي استعمار څخه د اتیا کلن جهادي مقاومت په پایله کې خپلواکې واخیسته.
دا هغه مهال و چې برتانوي امپراتورۍ د نړۍ دومره پراخه جغرافیه لاندې کړې وه چې په قلمرو کې یې لمرنه ډوبیده.
مګر افغان مجاهد ولس د خپلو مجاهدو علماو تر قیادت لاندې له دې مغرورې امپراتوري سره داسې تاریخي مقابله وکړه چې له افغانستانه په شړلو سره یې د هغې د واکمنۍ پراخه ساحه د اوسنۍ برتانیې تر سکڼل شوي جغرافيې ور محدوده کړه.
د مجاهدو افغانانو په لاس د برتانوي امپراتوري دړې وړې کول د پیړۍ ستر بدلون وبلل شو او د نړۍ ډیر نور محکوم ولسونه د همدې بدلون په برکت د استعمار له فتنې وژغورل شول.
د افغانانو په لاس د برتانوي امپراتورۍ تر نسکورولو وروسته شوروي امپراتورۍ د افغانستان پر سپیڅلی حریم یرغل وکړ , خو هغوي ته یې هم د جهاد او مبارزې له مورچله د عبرت هغه درس ورکړ چې د لوی شوروي اتحاد نوم یې د نړۍ له نقشې محو او تر خیټې لاندې ټول محکوم هیوادونه تري ازاد کړاى شول.
له نیکه مرغه چې مونږ نن له انګریزي ښکیلاک نه د خپلواکۍ کلیزه په داسې حال کې لمانځو چې په عین وخت کې مو د نړۍ یو بل مغرور زبر ځواک امریکا هم د جهادي مقاومت په مټ ناکامه او د افغانستان له سپیڅلي حریم څخه پرشاتګ ته مجبوره کړې.
دا یو الهی نصرت دی چې د افغانانو غوندي بیوسه مسلمانانو په لاس په دریو پیړیو کې د نړۍ دری مستکبرې امپراتورۍ یو په بل پسي ماتي او له خپلې خاوري وشړي.
د افغانانو لپاره دا ډیر د ویاړ ځای دی چې هیواد يې نن له امریکايي اشغال څخه هم د خپلواکۍ په درشل کې دی. دا ویاړ یو الهي نعمت دی چې له امله یې پر ټولو افغانانو شکر کول واجب دي.
د دې نعمت شکر په خپل هیواد کې د اسلامي نظام حاکمیت او د هغه تر سیوري لاندې د هیواد د بیارغونې او سوکالي لپاره په یووالي او صداقت سره کار کول دي.
له الله تعالی څخه په دغه ستر آرمان کې خپل مسلمان ولس ته د بریالیتوب غوښته کوو.
والسلام
د افغانستان إسلامي امارت
11/1/1443 ه ق 28/5/1400ه ش
19/8/2021 م
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د مجاهدینو وروستي
(د هلمند مرکز لښکرګاه کې د مجاهدینو وروستي پرمختګونه) د الاماره سټوډیو ویډیویی راپور
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د مجاهدینو وروستي پرمختګونه په اړه يي الاماره سټوډيو ويډيويي راپور چمتو کړی.
راپور د لاندي ورکړل شوو لینکونو له لاري ډاونلوډ او کتلی شئ

پاڼه کي پوسټ لينک
https://alemarahpashto.com/?p=232068

اعلی کيفيت
https://www.ieavideo.net/wp-content/uploads/Video/Alemarah-Studio/Report/897/Helmand-Lashkarga-897-HQ.mp4

متوسط کيفيت
https://www.ieavideo.net/wp-content/uploads/Video/Alemarah-Studio/Report/897/Helmand-Lashkarga-897-MQ.mp4

موبایل فارمټ
https://www.ieavideo.net/wp-content/uploads/Video/Alemarah-Studio/Report/897/Helmand-Lashkarga-897-MOB.mp4
هرات چشت کې ددښمن په بمبارکې تخریب شوی
#هرات : چشت کې ددښمن په بمبارکې  تخریب شوی برق بیرته فعال کړی شو



دهرات ولایت چشت ولسوالۍ په ښارکې  تیره ورځ د ګوډاګي  دښمن په بمبار  کې  دښار ټول برق ته  سخت  زیان اوښتی ؤ چې نن سهار داسلامي امارت د برق دانجینرۍ برخي له لوري  دټول ښار برق بیرته فعال کړی شو
2021/8/2
هرات ښارکې ګوډاګیانو یو ملکي سړی ویشتلی نن
#هرات :ښارکې ګوډاګیانو یو ملکي سړی ویشتلی



نن سهار دهرات ولایت ښار مرکز دسه پلک سیمه کې داسماعیل خان  اجرتي ملیشو یوتن  ملکي سړی په ډزو باندي ویشتلی
2021/8/2
نیمروز ۳تنه عسکر له مجاهدینوسره یوځای شوي دنیمروز
#نیمروز:  ۳تنه عسکر له مجاهدینوسره یوځای شوي



دنیمروز ولایت له مرکز نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې  نن سهار ۳ تنه عسکر ( محمدویس  دحاجي ملاعبدالغفار زوی دخاشرود ولسوالۍ اوسیدونکی) له یوثقیل اویوکلاشینکوف سره  ترمجاهدینو پوري ځان رارسولی
همداراز  نن سهار  په نیمروز ولایت کی ٢ تن پولیس  ( امین الله  د ظاهر زوی او شاه محمد د امین الله  زوی دواشیر ولسوالۍ اوسیدونکي )  دحقائقو په درک کولوله اسلامي امارت سره یوځای شوي
نوموړو کلکي ژمني کړي چې نور به هیڅکله دګوډاګۍ ادارې لیکوته  ورنه شي
داسلامي امارت ددعوت ارشاد ، جلب اوجذب  کمېسیون له لوري نوموړو ته امن کارتونه ورکړی شول
2021/8/2

2819099

Каналов

109137067

Сообщений